IQNA

د دوحې په میوزیم کې  د عثماني خطاط د قرآن ننداره

14:36 - April 09, 2025
د خبر لمبر: 3490934
ایکنا – د ؛مکې په فضا کې؛ د حج او عمرې مناسکو یوه کتنه؛ نومې نندارتون،په اسلامی هنر میوزیم کې د دوحې د دغه میوزیم په همت سره ترسره شو او په هغه کې د عثماني خطاط ، احمد قره حصاري  د قرآن د اصل برابره نسخه  نندارې ته وړانډې شوې ده.

ایکنانیوز د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ،  دغه نندارتون  د ۲۰۲۵کال د دسمبر تر دیرشمې نیټې پورې دوام لري  او  په هغه کې د قرآن د آیتونو او اسلامی نقشو او لیکنو او نقش باندې پوښل شوي له سرو  زرو جوړه شوي  د کعبې دروازه،د کعبې  پرَده  چې شهادتین په تور رنګ سره لیکل شوي د وریښمو دټوکر یو پوښښ دی  او ؛میزاب الرحمه؛  چې په شمالی ضلعې کې  د کعبې په بام کې  واقع یو چینل  دی او  د چت د وینځلو او د ورښت  په وخت، غونډه شوي اوبه  وباسي ، د عامو خلکو نندارې ته کیښودل شوي دي.

همداراز  د عثماني  خطاط  احمد قره حصاري  د قرآن اصل برابر نسخه  په ۳۰۰ پاڼو کې تذهیب شوې او  په اسلامی نقشو او لیکنو سره  چې دمګړئ  د استانبول  په ؛توپقايي(توپکایی) ماڼۍ میوزیم کې ساتل کیږي، په نندارتون  کې  نندارې ته وړاندې شوی  یو بل اثر دی.

 ددغه قرآن هره صفحه  پنځه برخې لري او  د وحي د کلام دغه نسخه د ثلث او نسخ  خط یو ترکیب  او د عربی خطونو یو تر ټولو ځانګړی خط دی.

د دوحې د نندارتون یوه برخه  هم قطر د کلیکشن لرونکي  راشد المریخي د شخصي کلیکشن او  هغو هنري آثارو څخه د حج او عمرې مناسکو ته بیله ده چې د نندارتون په ترسره کولو کې ئې ګډون کړی دی.

تراوسه پورې  په دوحې کې  په اسلامی هنر میوزیم کې  د حج په موضوع سره ډير زیات نندارتونونه ترسره شوي دی او په دغو نندارتونونو او نمایشګاؤ کې د حج او عمرې مناسک نندارې ته وړاندې شوي او د لیوالو لپاره د خدای د کور د زیارتوالو  معنوي  تجروبه روایت شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4275212

captcha